د عامې روغتیا وزیر د ایران هیواد د درمل جوړونې خصوصي سکتور څخه راغلیو پلاوو سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۲:۲۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له ایران هېواد څخه د درمل جوړونې خصوصي سکتور د راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې، چې د ایران هېواد د سفارت استازو، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د روغتیایې پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي هم شتون درلود په هېواد کې د درملو پر تولید، په دې برخه کې د تجربو پر شریکولو، د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او د با کیفیته درملو واردولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خصوصي سکتور له لوري د درملو جوړولو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې په پوره پاملرنې تاکید کولو ته برسېره زیاته کړه، چې دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS