د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه د وزارت د مالي او اداري چارو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د غوره همغږۍ او په کور دننه د ټولو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر، اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي؛ ترڅو په سمه توګه د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

له بل لوري د وزارت مرکزي رئیسانو په هېواد کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) او ورته نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د وزارت رهبرۍ ته د لازمو تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۲۶
Background image

کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی

دغه نظارت په تېره یوه میاشتې کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې کاپیسا ولایت کې له ۴۶۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۸
Background image

لغمان، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او یو شمېر نورو بېلابېلو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شوی دی

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري په تېره یوه میاشت کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې لغمان ولایت کې له ۲۹۹ بېلابېلو تأسیساتو څخه څارنه ترسره شوې، چې پایله کې یې ۱۰ رو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۰
Background image

د سمنګان ولایت د خرم و سارباغ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه. . .

BACK TO NEWS