د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان مشر سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیستم پر وضعیت او د وړاندې کیدونکو خدماتو پر څرنګوالي لیدنه تر سره کړه

په دې مجلس کې چې د یونیسیف سازمان د بیلا بیلو برخو مسؤولینو شتون درلود د وړاندې کیدونکو خدماتو اړوند یې مفصل معلومات وړاندې کړل ، او ډاډ یې څرګند کړ چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ  لا زیاتې هڅې تر سره کړي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ولسونو لپاره د معیاري روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمې سپارښتنې تر سره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS