د عامې روغتیا وزارت، مرکزي سټاک او مرکزي ورکشاپ لپاره نوي آمرین معرفي شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۶:۵۱
MOPH

په همدې اړه جوړوشویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر رئیس ملا محمد حسن محمدزي، اداري رئیس حکمت الله صابر او نورو مسئولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر رئیس ملا محمد حسن محمدزي وویل: تغیر او تبدیل د هرې ادارې اصل دی نو په همدې منظور او د عامې روغتیا وزارت د محترم وزیر په حکم د اداري چارو ښه والي په موخه، ښاغلی قاري روح الله منصور د مرکزي سټاک د نوي آمر په توګه او ښاغلی مسیح الله شینواری د مرکزي ورکشاپ د نوي آمر په توګه معرفي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS