د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د طبي متخصص کادر غړو علمي رتبې

د عامې روغتیا وزارت د طبي متخصص کادر غړو د پام وړ!

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست د پلان سره سم ټاکل شوې د طبي متخصص کادر غړو د علمي رتبو د اسنادو طی مراحلو پروسه پیل شي.

له همدې امله هغه محترم استادان، چې د خپلې علمي رتبې موده یې بشپړه کړې وي او د علمي رتبې اخیستو غوښتونکي وي په مهربانۍ سره دې د خپلو علمي رتبو د اسنادو طی مراحلو په موخه د لاندې لینک له لارۍ نوملیکنه وکړي.

( https://forms.gle/RdSwce36dR8wCwKf6 )

د علمي رتبو د اسنادو طی مراحلو او د دوسیو بشپړېدو اړوند نور معلومات به تاسو سره د برېښنالیک له لارۍ شریک شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

Back to announcements