د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر سره وکتل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۸:۳۹
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره د روغتیايي سیستم پر پراختیا ، لرې پرتو سیمو ته د رسیدنې ، د ساري ناروغیو سره د مبارزې ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې تر سره کړې!

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره نوي مشر ښاغلي ایډوین د عامې روغتیا وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او د روغتیايي سیستم د لا پرمختک او همکارۍ لپاره یې د تعهد څرګندونه وکړه ، د ښاغلي ایډوین پر وینا د عامې روغتیا وزارت سره به د روغتیايي خدماتو په برخه کې لا ښه همکاري او ښه همغږي ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS