د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۵۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو سره په کتنه کې د دغه بنسټونو له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او لا ښې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.

دواړو لورو د غیرې ساري ناروغیو د مخنیوي، اکسیجن پلانټونو ، بایو میډیکل انجینرانو، تغذیې، د اړتیا سره سم په ټاکلي وخت د درملو او طبي تجهیزاتو د عرضې او د روغتیايي پروژو د قراردادونو مودې اړوند خبرې تر سره کړې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا په برخه کې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان له همکاریو مننه وکړه او له استازو یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت سره د لا زیاتې همغږۍ، ښو اړیکو او د کلنیو فعالیتونو د راپور شریکولو برخه کې دوه اړخیزه همکاري وکړي.

 

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۲۸
Background image

نشست میان مسوولان معینیت غذا و ادویه و اعضای اتحادیه مواد غذایی برگزار شد

این نشست به رهبری الحافظ داکتر نعیم‌الله ایوبی، رئیس عمومی ادویه و محصولات صحی و سرپرست معینیت غذا و ادویه، با همراهی الحاج مولوی عبدالله حامد، رئیس عمومی مصوونیت غذایی و داکتر مطیع. . .

BACK TO NEWS