د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د لوی اختر په ورځو کې په مرکز کابل کې د ابن سینا او استقلال ملي او تخصصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۱۲
MOPH

د یادو روغتونونو څخه د لیدنې موخه د اکمال تخصص پروګرام د کریکولم د ښه تطبیق په اړه له اړوند مسؤلینو سره خبرې او د ټریني ډاکټرانو د موجوده ستونزو یاداشت کول وو.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د کریکولم د ښه تطبیق په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ترسره او د ټریني ډاکټرانو موجوده ستونزو د حل لپاره یې د لازمو اجرااتو   ترسره کولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS