د عامه تغذیې رئیس د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس او د تطبیق  کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره ناسته  ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۶:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ښاغلي ډاکټر محمد وزیر حامد  کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس، ښاغلي قاري مظفر خان مخلص او د تطبیق  کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره ناسته  ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر محمد وزیر د تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلینو او د تغذیې برخې کارکوونکو ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او د تغذیې برخې خدمتونو د ښه والي په موخه یې د تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

کونړ ولایت ته د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې د رئیس، ډاکټر محمد وزیر حامد د سفر موخه د عامه تغذیې په برخه کې د روغتیايي خدمتونو څخه ارزونه او نظارت و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS