د جسدونو مدیریت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی عملي او نظري ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د مرکز کابل د عدلي طب او د لوګر، کاپیسا، پروان، پنجشېر، غزني او میدان وردګ ولایتونو د عدلي طب ګڼ شمېر کارکوونکو ته په جګړو او ناورینونو کې د جسدونو مدیریت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی عملي او نظري ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.

له دې ښوونیز ورکشاب وروسته به دغه کارکوونکي وکولای شي، چې په راتلونکي کې په لا مسلکي او ښه ډول د طبعي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې د نورو اړوندو څانګو په همکارۍ مسؤلانه ډول خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS