د عامې روغتیا وزیر په فاریاب ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۳۷
Faryab

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤلینو، د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې لیدنه کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو هڅې او کوښښونه وستایل او و یې هڅول؛ تر څو ولس ته په وخت سره غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، چې په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ۳ سوه زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي او دغه لړۍ به به راتلونکي کې هم دوام ولري.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسئولینو، د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو او روغتیایي کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۳
Background image

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

BACK TO NEWS