د عامې روغتیا وزارت له AYSO مؤسسې سره په ننګرهار کې د لنډ قدۍ او خوارځواکۍ د کمولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خوارځواکۍ د نورو ډولونو کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۱۸۰۵۰۳) یو سل اتیا زره پنځه سوه درې ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د دوو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۲ روغتيايي مرکزونو او ۲۳ روغتیايي ځالو له لارې د یاد ولایت (۱۰۵۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د دوو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
