د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۲
د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

 دوشنبه، جوزا  ۱۶/ ۱۴۰۱
 د آغاخان بنسټ له خوا د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د تخار ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د آکسیجن توليد څانګه  پرانیستل شوه.
 د دغه ولایت صحي مسٶولين وايي، دغه دستګاه په ٢٤ ساعتنو کې د ۱۳ آکسیجن بالونونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي د تخار ولایتي روغتون او کوویډ ۱۹ روغتون ته د اړتیا وړ آکسيجن ورسوي.
 د آغاخان د دفتر مسوولینو دا هم وویل، چې د دې وسایلو د سم کارولو او ساتنې په موخه به ۴ روغتیايي کارکوونکي وروزي، څو وکولای شي د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغې دستګاه د فعالولو له امله د آغاخان بنسټ او اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې د آکسیجن نشتوالى د ناروغانو لپاره له جدي ستونزو څخه وو.
 دغه راز ډاکتر احمدي په تخار ولايت کې د آغاخان بنسټ له خوا د روغتيا په برخه کې ټولې پلې شوې پروژې مهمې وبللې او په دغه ولايت کې يې په اوږدمهال کې د دا ډول پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

BACK TO NEWS