د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د روان کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو، مشاورينو او متخصصینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د خوړو او درملو معینیت د پلان او پالیسۍ متخصص مصطفی نادري، د بېلابېلو برخو د فعالیتونو راپور د کلني پلان له مخې وړاندې کړ او د بشپړو شویو، ځنډېدلو او تر کار لاندې فعالیتونو د پرمختګ کچه یې روښانه کړه.
همدارنګه، د خوړو او درملو مرستیال له هغو څانګو څخه چې د کلني پلان په پلي کولو کې یې غوره فعالیت کړی و مننه وکړه. نوموړي د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو، د کاري بهیر ښه والي او د پاتې فعالیتونو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول غونډې د هرې ربعې په پای کې د کلني پلان د پلي کېدو کچې ارزونې، د فعالیتونو پرمختګ او د شته ستونزو د څېړلو په موخه ترسره کېږي.
