د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د دغه وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالقدیر نذیر او د ياد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې د کاري چارو ښه‌والي، همغږۍ او ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي مرستیال د بوديجې پر شفاف لګښت، سپما، د چارو پر منظم تعقیب او د دندو په ترسره کولو کې پر رښتینولۍ ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د تدارکاتو ریاست رئیس د چارو په ترسره کولو کې پر جديت، ستونزو ته پر رسېدنې، د اصولو او مقرراتو پر رعایت، د تدارکاتي بهیر پر روڼتیا او د دندو په ترسره کولو کې د هر ډول غفلت پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د دې ناستې په پای کې د تدارکاتو ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح کړل، چې په اړه یې بحث او د حل لارو په موخه يې  نظرونو شريک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۸
Background image

په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي فعالیتونه وارزول شول

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د لارښوونې پر اساس د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌ الله شریف او د تطبیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د دغه وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالقدیر نذیر او د ياد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې د کاري چارو ښه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د روان کال د دویمې ربعې د فعالیتونو او کړنو د ارزونې غونډه، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو، مشاورينو. . .

BACK TO NEWS