د ازبکستان هېواد د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف د «روغتيا افغانستان» دوهم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
نوموړي د نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له استازو سره یې خبرې وکړې او د هغوی له لوري وړاندې شوي درمل، روغتیايي محصولات او تولیدي وړتیاوې یې وکتلې. همدارنګه، د درمل جوړونې په برخه کې یې د شته فرصتونو او همکاریو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه پنځه ورځنی نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی، چې بېلابېلو کورنیو او نړیوالو شرکتونو په کې خپل درمل، طبي تجهیزات او روغتیايي محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
