د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د دغه مرکز اجرائیوي رئیس مولوي محمد پیمان او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یو شمېر مسؤلینو د افغانستان د روغتیا د دویم داخلي او نړیوال نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
هغوی د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پر مهال د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د تولیداتو او محصولاتو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه پنځه ورځنی نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو او د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی، چې په کې داخلي او نړیوالو شرکتونو خپل تولیدات او محصولات، د درملو او طبي وسایلو په ګډون، نندارې ته وړاندې کړي دي.
