د نندارتون په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند د ویاندویۍ اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له غرفې ګڼ شمېر هیوادوالو او مسؤولینو لیدنه تر سره کړه
په دې جوړه شوې غرفه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند چاپ شوي اثار، مجلې، لارښودونه، روغتیایي پیغامونه، ستراتیژۍ او پالیسانې شتون لري چې د لیدونکو پام یې ځان ته را اړولی او لسګونه هیوادوالو ورڅخه لیدنه وکړه.
د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون لا هم جریان لري کولای شئ تاسې هم ورڅخه لیدنه تر سره کړئ.
