په روغتونونو کې د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول په موخه روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د کابل، کونړ، کاپیسا، فاریاب، جوزجان، خوست، کندز، لغمان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو د روغتونونو ۳۸ تنو مسلکي کارکوونکو لپاره د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول (IPC) په برخه کې درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د انتاناتو رامنځته کېدو د لاملونو او لېږد لارو، د لاسونو د حفظالصحې، د محافظتي وسایلو د سمې کارونې، د طبي وسایلو د تعقیم او ضد عفوني، د روغتیايي کثافاتو د مدیریت او د روغتونونو د چاپېریال پاکوالي په برخو کې نظري او عملي زدهکړې ورکړل شوې.
د دغه پروګرام موخه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په روغتونونو کې د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول د اغېزمنو لارو چارو پلي کول دي، څو د روغتونونو دننه د انتاناتو د خپرېدو مخه ونیول شي او د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره خوندي روغتیايي چاپېریال برابر شي.
