د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه لیدنه تر سره کړه.

ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ياد روغتون له بیلا بیلو څانگو څخه یې نظارت وکړ او ستونزې په نښه او د حل لپاره یې د روغتون مسئول او روغتیایي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه  وکړه؛ تر څو د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

ښاغلي مرستيال د یاد روغتونو څخه د ليدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخيست، له روغتيايي کارکوونکو سره يې ناسته تر سره او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه چې له مراجعينو او ناروغانو سره د غوره چلند سربېره د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه. . .

BACK TO NEWS