په بلخ ولایت کې ۱۴۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۷
moph

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه کړې، چې پایله کې یې ۱۴۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.

یاد درمل او خوراکي توکي د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني، د اړوندو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.

همداراز، د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلينو وویل: د عامې روغتیا تأمین په موخه به د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو د فعالیتونو څارنې ته دوام ورکړي او له سرغړوونکو سره به د روغتیايي اصولو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS