په بلخ ولایت کې ۱۴۲ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د تېر یوه کال په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه کړې، چې پایله کې یې ۱۴۲ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.
یاد درمل او خوراکي توکي د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني، د اړوندو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.
همداراز، د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلينو وویل: د عامې روغتیا تأمین په موخه به د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو د فعالیتونو څارنې ته دوام ورکړي او له سرغړوونکو سره به د روغتیايي اصولو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.
