په غزني ولایت کې څه باندې ۹۵۰ زدهکوونکو ته د نشهیي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون آمریت مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د احمدآباد عالي لېسې څه باندې ۹۵۰ زدهکوونکو ته د نشهیي توکو د زیانونو او د روږدي کېدو مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې زدهکوونکو ته د نشهیي توکو د استعمال د ناوړه پایلو، د روږدي کېدو د مخنیوي لارو چارو، نشهیي توکو ته د «نه» ویلو اهمیت، د کورنۍ او ملګرو رول او همدارنګه، د سالم او له نشهیي توکو څخه د پاک راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
د احمدآباد عالي لېسې مسؤلینو او استادانو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د نشهیي توکو د روږدي کېدو مخنیوي او د ځوان نسل د سالمې روزنې په برخه کې یې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول اغېزمن او مهم وبلل.
