د کاپیسا ولایت په درېیو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري په حصه اول کوهستان، حصه دوم کوهستان او کوهبند ولسوالیو کې له يو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.
د دې نظارت په ترڅ کې د یادو مرکزونو فعالیتونه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو د رعایت، د فعالیت د جواز او اړوندو اسنادو د شتون، د ټاکل شویو معیارونو مطابق د درملو او روغتیايي محصولاتو د وړاندې کولو او د قانوني اصولو د مراعاتولو له اړخه و ارزول شول؛ څو د غیرمعیاري درملو د عرضه کولو او غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي او د عامې روغتیا خوندیتوب ډاډمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې نظارت په ترڅ کې څلور درملتونونه مهرولاک او ۹۶ قلمه تاریختېري درمل، چې ټول وزن یې ۱۳ کیلوګرامه و، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همدارنګه، په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د پروفیسور عبدالرشید عزیز سرپا کلینیک هم وڅارل شو، شته ستونزې او نیمګړتیاوې یې وارزول شوې.
