په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د اړمنو راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره له WAW سره د ۲۶۹ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب او د هغوی حمايتي اړتياوو ته د رسېدنې زمينې برابرولو په موخه له Women for Afghan Women-WAW مؤسسې سره د (۲۶۹۷۳۸) دوه سوه نهه شپېته زره اووه سوه اته دېرش ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۸ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۶۱۲۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د WAW مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
