د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له لوري د سترګو د روغتیا ساتنې، د سترګو ناروغیو مخنیوي او پر وخت تشخیص په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۲۳
MOPH

په دې غونډه کې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل، استادانو او زده‌ کړيالانو ګډون کړی و، ګډونوالو ته د سترګو د روغتیا ساتنې، د سترګو ناروغیو مخنیوي او پر وخت تشخیص په اړه اړين معلومات وړاندې شول.

همداراز، د ياد انسټېټیوټ زده کړيالانو د سترګو ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې عملي تمرینونه ترسره کړل او د سترګو د درملنې په اړه له لا زياتو مهمو طبي لارښوونو سره آشنا شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS