د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک‌لېستونه ډک او د یادو ملکیتونو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او هم ترې ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي. همدارنګه، د ملکیتونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS