خبرتیا!
موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.
د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ ل کال د تلې (میزان) میاشتې له ۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې کندز ولایت ته استول کېږي او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ به بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته په وړیا توګه د سترګو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د دغه ټیم له لوري به لاندې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي:
* د ۱۱۰۰ تنه ناروغانو د سترګو د پردې عملیات
* د ۸۰۰ تنو لپاره د مطالعې عینکو وېش
* د ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو وېش
له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه، چې په کندز ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ وي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د کندز عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.
