د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته ۱۹۹ قلمه پرمختللي طبي تجهیزات ورکړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۴۵
moph

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ روغتیايي مرکز سره د ۱۹۹ قلمه پرمختللو طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.

په دغو تجهیزاتو کې د بې‌هوښۍ (انستیزۍ) او الټراساونډ دستګاوو ترڅنګ، یو شمېر نور مهم طبي وسایل او کوچني طبي تجهیزات شامل دي، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.

د یادو تجهیزاتو په برابرېدو سره به د نورګرام ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت لوړ او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته به د لا غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS