د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو په لوړولو د ولسوالۍ د کچې نوي عمومي روغتون جوړیدو په اړه د مننې او د ولسونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.
قومي مخورو د خپلې ولسوالۍ جغرافیوي شرایطو او د روغتیايي خدماتو محدود لاسرسي ته په اشارې سره د خدماتو پراختیا اړینه وبلله او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه چې دې ولسوالۍ ته یې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتون منظور کړی. نوموړو وویل، په تېرو دوه لسیزو کې دې سیمې ته د روغتیا په برخه کې هیڅ اساسي پاملرنه نه ده تر سره شوې او دا یو ډیر ستر اقدام دی چې په جوړېدو سره به یې د سیمې روغتیايي خدمات لا زیات او پیاوړي شي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د قومي مخورو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د اړوندو څانګو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې، څو د دغه ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو حل ته جدي پاملرنه وشي.
دغه راز ښاغلي وزیر ټینګار وکړ، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په هره ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د کچې عمومي روغتونونه جوړ، شته روغتیايي خدمات پراخ او د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدماتو د لاسرسي زمینه برابره کړي، چې په دې برخه کې عملي اقدامات او هڅې دوام لري.
