د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سترګو له تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې مل پلاوي او د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد يې هم ملتيا کوله، د عامې روغتيا وزیر د روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، شته امکانات او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو وضعیت یې له نږدې وارزوه.
ښاغلي وزير، د سترګو ناروغیو په برخه کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل او د خدمتونو د لا ښه والي او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه یې اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
