د وارداتي شرکتونو استازو ته د خوړو او درملو معینیت د آنلاین سیسټمونو کارونې په اړه دوه ورځنی ښوونيز ټريننګ ترسره شو
ياد ټريننګ د خوړو او درملو معینیت له لوري د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم آنلاین سیسټمونو د کارونې په اړه تر سره شو.
د دغه ټريننګ موخه د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم له ډیجیټلي سیسټم سره بلدتیا، د نومليکنې، غوښتنلیکونو د ثبت او په برېښنايي توګه د اړوندو اسنادو د لېږلو او وضعیت تعقیب په برخه کې د ګډونوالو ظرفیت لوړول وو.
په دغه پروګرام کې د روغتيايي محصولاتو او درملو د تنظیم لوی رئیس، مولوي عبدالبصیر قانع د ډیجیټلي سیسټم د اهمیت په اړه خبرې تر سره او ویې ویل: د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د وارداتو اړوند پرو فورمې ډیجیټلي او د غوښتنلیکونو په طی مراحلو او کاري بهیر کې به اسانتياوې او شفافیت رامنځته شي.
