ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
moph

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد روغتیایي مرکز (NEW CHC) چې په اړینو طبي وسایلو او او برېښنایي سیستم سمبال دی، د UNHCR په مالي لګښت په څلور زره متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې په فعالیت سره به یې د سیمې اوسېدونکي له اړینو روغتیایي خدمتونو برخمن او ګڼې روغتیایي ستونزې به یې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS