د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
moph

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر مسؤل ښاغلي ترهان صالح، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې مېرمن ویرونیکا باسکویچ او د آسیا پراختیايي بانک استازي ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د عامې روغتیا وزارت له نورو روغتیايي شریکانو څخه د همکارۍ له امله د مننې ترڅنګ په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د لمریزې برېښنا سیستم نصب د برېښنا د کمښت ستونزې حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي، د اکسیجن سیستم پیاوړتیا، د ناروغانو د ژوند ژغورنې او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي په برخه کې اغېزمن ګام وباله او د دغه روغتون له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د یاد سیستم د ساتنې، پالنې او سمې ګټې اخیستنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د لمریزې برېښنا یاد سیستم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي او تخنیکي همکارۍ د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د درې نیمو میاشتو په موده کې بشپړ او نن د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS