پکتيا ولايت کې له يو شمېر خصوصي او دولتي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت محترم مقام د لارښوونې په اساس د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشری لاندې ټاکل شوي هیئت د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشویق، ملاتړ، قانوني طی مراحلو، معیاري خدمتونو د تنظیم او د رسمي جوازونو ترلاسه کولو په موخه پکتیا ولایت کې نظارتي بهیر پیل کړ.

یاد هیئت لومړی د پکتیا ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر معراج ګل عادل سره وکتل او ګډ نظارتي ټیمونه یې جوړ کړل، چې دغه ټیمونو د دولتي روغتونونو تر څنګ د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۴۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هم نظارت ترسره کړ.

په دې نظارت کې ۵ خصوصي روغتیايي مرکزونه چې جوازونه يې نه درلودل او ۱۲ غیر معياري روغتيايي مرکزونه وتړل شول او له ۹۸ نورو مرکزونو څخه لیکلي ژمنې واخیستل شوې؛ تر څو د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې خپل اسناد بشپړ کړي او د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو سره سم خپل فعالیتونه رسمي او جواز تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت اساسي موخه د روغتیايي مرکزونو تشویق او ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو مراعتول، د ۱۰۸۴ او ۹۱۶ مقررو سره سم د جوازونو قانوني مراحلو بشپړول او د هېواد اوسېدونکو لپاره د معیاري خدماتو زمينه برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS