په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
moph

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ برخه کې پر اسانتیا او د درمل جوړونې (د درملو صنعت) برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او دا چاره یې د ځان‌ بسیاینې، روغتیايي خدماتو ښه‌ والي او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد دغه ناسته د ګډو همکاریو پراختیا لپاره مهم فرصت وباله او د پانګونې د ملاتړ او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې یې د افغانستان.ا.ا پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، د ازبکستان د درمل جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې رئیس عبدالله عزیزوف له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو برخه کې د خپل هېواد چمتووالی، په ځانګړي ډول د درمل جوړونې برخه کې اعلان کړ.

په پای کې، د دواړو هېوادونو د درملو سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز قراردادونه لاسلیک شول، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS