په پکتیکا ولایت کې د شنو نیالګیو ایښودلو کمپاین 

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۲:۳۰
moph

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر عبدالله جان حقمل د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې یې د یو نیالګي په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.

په دې کمپاین کې د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې یو شمېر ګټور تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کښېنول او له ټولو هېوادوالو  په ځانګړي ډول یې له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ ترڅود نیالګیو د اېښودلو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS