په پکتیا ولایت کې د شنو نيالګيو اېښودلو کمپاين

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۱:۳۰
MOPH

د پکتيا ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي خيرمحمد منصور د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په محوطه کې یې د یو نیالګي په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.

په دې کمپاین کې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په محوطه کې یو شمېر ګټور تولیدي او غیر تولیدي نیالګي کښېنول او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل؛ ترڅود نیالګیو د اېښودلو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS