په ننګرهار ولایت کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا درملنې مرکز پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستيال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي  ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا درملنې مرکز پرانیسته ترسره کړه

 

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د دې وزارت د روغتیا همغږۍ رئیس، الحافظ معتصم بالله توریال، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او ګڼ شمېر نورو روغتیا پالانو ګډون درلود.

 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد مرکز په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د ټولو هغه پانګوالو څخه یې مننه وکړه، چې د نورو برخو تر څنګ د روغتیا په برخه کې پانګه اچونه کوي او د خپلو ناروغو هېوادوالو لاسنیوی کوي.

نوموړي همداراز وویل، د خوښۍ ځای دی، چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت قایم دی او موږ په ټولو هېوادوالو غږ کوو، چې د روغتیا په برخه کې پانګه اچونه وکړي.

 

د یادونې وړ ده، چې یاد مرکز د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د دوستو خیل خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پرانیستل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS