په میدان وردګ ولایت کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۳۰
MOPH

د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ په اونخي سیمه کې د یوه افغان ، جمال الدین خان کورنۍ لخوا د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه او د عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې چې د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ځیرک ، د جمال الدین خان د کورنۍ غړو، او د سیمې اوسیدونکو ګډون درلود د یاد روغتون ودانۍ پرانسته تر سره کړه!

 یاد روغتون چې د شهید سراج جمال په نوم نومول شوی د سیمې په کچه خورا عصري او په بیلابیلو طبی وسایلو سمبال روغتون دی چې د سیمې د اوسیدونکو لپاره به خورا اسانتیاوې رامنځته کړي.

د عامې روغتیا وزارت د یاد روغتون جوړوونکو د مالي ملاتړ څخه مننه او د همکارۍ قدردانی کوي.

د هیواد هر ملي تجار او سرمایه ګزار کولای شي چې په پوره شفافیت او اسانۍ سره د خپلو ولسونو لپاره د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه دا ډول عام المنفعه پروژې تر سره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS