په مرکز کابل کې د درملو او روغتیايي محصولاتو له ۱۸ تولیدي فابریکو څخه نظارتونه ترسره شوي
ياد نظارتونه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د میزان میاشتې په ترڅ کې ترسره کړي، چې پایله کې يې ۱۱ تولیدي فابریکو ته اصلاحي مکتوبونه صادر شوي او د تخنیکي فعالیتونو ښهوالي او د اړوندو معیارونو د رعایت لپاره ورته لازم موارد ابلاغ شوي دي.
همدارنګه، اړوندو کارکوونکو د تولید د کرښو جوړولو، کروکۍ، د فابریکو د ودانولو او پرانیستلو په لسو فعالیتونو کې ګډون کړی او ۱۲ شکمنې نمونې د کیفیت د تثبیت لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.
دغه اقدامات د عامه روغتیا ساتنې او د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوي په موخه ترسره شوي دي.
