په مرکز کابل کې د درملو او روغتیايي محصولاتو له ۱۸ تولیدي فابریکو څخه نظارتونه ترسره شوي

rasooli_admin
Wed, Oct 28 2026 8:37 AM
moph

ياد نظارتونه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د میزان میاشتې په ترڅ کې ترسره کړي، چې پایله کې يې ۱۱ تولیدي فابریکو‌ ته اصلاحي مکتوبونه صادر شوي او د تخنیکي فعالیتونو ښه‌والي او د اړوندو معیارونو د رعایت لپاره ورته لازم موارد ابلاغ شوي دي.

همدارنګه، اړوندو کارکوونکو د تولید د کرښو جوړولو، کروکۍ، د فابریکو د ودانولو او پرانیستلو په لسو فعالیتونو کې ګډون کړی او ۱۲ شکمنې نمونې د کیفیت د تثبیت لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.

دغه اقدامات د عامه روغتیا ساتنې او د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوي په موخه ترسره شوي دي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS