په شیخ زاید روغتون کې له وړاندې کېدونکو خدماتو څخه هر اړخیز نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۳۸
moph

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او مل تخنیکي ټیم له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې د یاد روغتون عمومي وضعیت، د روغتیایي خدمتونو کیفیت، د تشخیص او درملنې بهیر، د بشري سرچینو فعالیت او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو څرنګوالی له نږدې وڅېړل شو.

همدارنګه، د روغتون له رئیس او سر طبیب سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې په کې د روغتون د کاري وضعیت، ستونزو او لومړیتوبونو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او ترڅنګ یې د بستر ناروغانو، عاجلو خدماتو، عصبي جراحي، عصبي داخله، ICU، پولي کلینیک، High Dependency Care Unit او نورو اړوندو خدماتي څانګو څخه هم لیدنې ترسره شوې.

دغه راز، له یو خارجي متخصص سره ځانګړې مرکه وشوه، خدمات یې وستایل شول، ستونزې یې په نښه او د لا زیات تشویق لپاره یې د روغتون ادارې ته لازمي سپارښتنې وشوې.

ورته مهال له یو شمېر نورو روغتیایي کارکوونکو سره هم خبرې ترسره، د ناروغانو او د هغوی له پایوازانو نظریات واورېدل شول؛ څو د وړاندې کېدونکو خدماتو د کیفیت، شته ننګونو او واقعي اړتیاوو په اړه کره معلومات راټول شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ټیم له لوري د روغتون رهبرۍ ته اړینې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو کیفیت لا ښه، شته ستونزې حل او د ناروغانو د رضایت کچه لوړه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

هرات ولایت کې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر، تقلبي او فاسد خوراکي توکي راټول شول

د هرات عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو تولیدي او وارداتي تاسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت د ۵ ناحیې اړوند بهزاد سړک او د متحد برادران مارکېټ کې له ۹ زیرمتونو او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د بغلان ولایت د پولیو کمپاین ناظمینو لپاره روزنیز پروګرام  پرانیستل شو

د بغلان عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت له لوري د پولیو کمپاین د ناظمینو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پرانیستل شو.

په دې پروګرام کې، چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د اکمال تخصص برنامې ته د روغتيايي کارکوونکو جذب

عامې روغتیا وزارت په تېر يو کال کې د روغتیايي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.

دغه هڅې د بشري سرچینو د مسلکي ودې، د تخصص کچې لوړولو او د معیاري روغتیايي. . .

BACK TO NEWS