په شمالي حوزه کې د ۲۰۲۵ هـ ش کال د روټین کتلوي معافیت پروګرام د فعالیتونو بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۱
MOPH

دغه پروګرام د افغانستان د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالحکیم همت په مشرۍ د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د کتلوي معافیت مدیرانو، تخنیکي کارکوونکو او د همکارو بنسټونو د استازو په شتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل په ۱۷مه نېټه پیل شوی و او درې ورځې یې دوام وکړ.

په یاد ورکشاپ کې د ۲۰۲۵ هـ ش کال د ترسره شویو فعالیتونو هر اړخیزه بیاکتنه ترسره شوه، چې په کې د معافیت د پوښښ کچې تحلیل، د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت، د ارقامو تحلیل، د ساړه ځنځیر (Cold Chain) مدیریت، لرې پرتو سیمو ته رسېدنه، د راپور ورکولو سیستم پیاوړتیا، د کاري شریکانو ترمنځ همغږي، د مهمو شاخصونو ارزونه او د موجودو تشو او ستونزو پېژندنه شامل وو.

د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالحکیم همت ټینګار وکړ، چې ټول مسؤلین او کارکوونکي باید د ا.ا.ا د اصولو او قواعدو په نظر کې نیولو سره، د روغتیا ملي پالیسۍ او د واکسیناسیون ملي ستراتیژۍ په رڼا کې خپلې چارې تنظیم کړي.

دغه ډول ورکشاپونه مخکې له دې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې تر سره شوي دي، چې په کې د شواهدو پر بنسټ د پلان جوړونې پر ښه والي، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونه، اغېزمنه څارنه او ارزونه، د واکسینونو لوژستیکي مدیریت او د روغتیايي سیستم د بېلابېلو کچو ترمنځ پر غوره همغږۍ ټینګار شو و.

همدارنګه، د ورکشاپ ګډونوالو خپلې تجربې، نظریات او د کتلوي معافیت سیستم د پیاوړتیا، د خدمتونو د کیفیت ښه والي او ټولو اړمنو ماشومانو ته د عادلانه او سراسري پوښښ د تأمین په موخه خپل وړاندېزونه او نظرونه شریک کړل.

سربېره پر دې، ډاکتر عبدالحکیم همت په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د شته ستونزو او ننګونو په پام کې نیولو سره باید د روټین خدماتو لپاره یوه منظمه نقشه (RI Roadmap) جوړه شي؛ څو په ۲۰۲۶ کال کې موجودو ستونزو ته جدي رسېدنه وشي او د ولایتونو مسؤلین به یې د پلي کولو لپاره مکلف وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS