په روغتونونو کې د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول په موخه روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۴۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د کابل، کونړ، کاپیسا، فاریاب، جوزجان، خوست، کندز، لغمان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو د روغتونونو ۳۸ تنو مسلکي کارکوونکو لپاره د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول (IPC) په برخه کې درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د انتاناتو رامنځته کېدو د لاملونو او لېږد لارو، د لاسونو د حفظ‌الصحې، د محافظتي وسایلو د سمې کارونې، د طبي وسایلو د تعقیم او ضد عفوني، د روغتیايي کثافاتو د مدیریت او د روغتونونو د چاپېریال پاکوالي په برخو کې نظري او عملي زده‌کړې ورکړل شوې.

د دغه پروګرام موخه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او په روغتونونو کې د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول د اغېزمنو لارو چارو پلي کول دي، څو د روغتونونو دننه د انتاناتو د خپرېدو مخه ونیول شي او د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره خوندي روغتیايي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه. . .

BACK TO NEWS