له ۴۱ کسانو څخه چې خپلې مسلکي زده کړې یې له هېواده بهر کړې وې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۸:۴۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو ریاست له هغه ۴۱ داوطلبانو څخه، چې بهر کې یې زده کړې کړې وې ازموینه واخیستله.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو رئیس، مولوي ګلاب راشد وویل: دا ازموینه د نرسنګ، قابلګۍ، فارمسي، راډیولوژي، انستیزي، لابراتوار، د غاښونو پروتېز او فزیوتراپي برخو کې له ګډونوالو څخه واخیستل شوه.

د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو رئیس زیاته کړه، چې د دغې ازموینې لپاره د هرې څانګې اړوند ۵۰ څلور ځوابه پوښتنې ټاکل شوې وې او د حل لپاره یې یو ساعت وخت ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ازموینې پایلې به په راتلونکې یوه اوونۍ کې د عامې روغتیا وزارت له رسمي ادرسونو څخه اعلان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS