لغمان او هرات ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۵۴
MOPH

دغه نظارت د څارنې او پلټنې امريت مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د لغمان ولایت مهترلام ښار او علیشنګ سړک سیمه کې له یو شمېر درملتونونو څخه ۱۰ قلمه له نېټې تېر درمل او د هرات ولایت په لومړۍ او پنځمه ناحیه کې ۵ قلمه بېلابېل خوراکي توکي او د یاد ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې ۱۲ کارتنه خوراکي توکي او ۱۷ پاکټه له نېټې تېر درمل، همدارنګه د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي کې د غیر الکولي مشروباتو یوې تولیدي کارخونې څخه ۲ قلمه له نېټې تېر مواد، چې ۸۱ بوشکې کېدل، راټول او د له منځه وړلو موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

په یاد نظارت کې اړوندو مسولينو ته بې کیفیته درملو د پلور مخنیوي، خدماتو ښه والي او قانون مراعتولو په موخه لازمې سپارښتني وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۲
Background image

په لوګر کې د مېندو پاملرنې روغتیايي خدماتو د دوام لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د لوګر ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Afghan Midwives Association- AMA مؤسسې سره د (۲۹۶۰۵۴) دوه سوه شپږ نوي زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې. . .

BACK TO NEWS