د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۴
moph

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رئيس، مولوي عبدالبصیر قانع او مل تخنيکي پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رئیس، ښاغلي عبدالله عزیزوف سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په سکتور کې د همکاریو پر پراختیا، د ازبکستاني درمل جوړونکو شرکتونو لپاره د افغانستان بازار ته د لاسرسي د اسانتیاوو، د درملو د ثبت بهیر لا ښه‌ والي او د GMP معيارونو په پام کې نيولو سره تفتیشونو د تنظیم او پلي کېدو پر میکانېزمونو، د درملو د ثبت په پروسو کې د اسانتياوو رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو زياتوالي په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

د دې لیدنې په ترڅ کې د خوړو او درملو معینیت پلاوي د ازبکستان د درمل جوړونکو شرکتونو د کیفیت د مدیریت سیستمونو، د تولیدي پروسو او تطبیق شويو معیارونو څخه لیدنه وکړه او د تولید شویو محصولاتو کیفیت او د دغه هېواد د فارمسي سکتور ترسره شوي اصلاحات یې وستایل.

همدارنګه په دې لیدنه کې د لابراتواري زیربناوو، د ظرفیت لوړولو او د متخصصینو د روزنې، په تنظیمي او تفتیشي برخو کې د تجربو شريکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او مسلکي همکاریو د پراخولو په اړه هم خبرې وشوې.

په پای کې دواړو لورو د درملو او روغتيايي محصولاتو په سکتور کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام، د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د تولیدي شرکتونو د حضور او فعالیت ملاتړ او د ګډو او اغېزمنو پروژو په اړه د خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ او د دې برخې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS