فارياب کې ۲۵ تنه واکسيناتورانو ته د ورلډ ویژن مؤسسې د سيمه ييز دفتر له لوري ۱۴ ورځنی روزنيز ټريننګ پيل شو
ياد ټريننګ د فاریاب د عامې روغتیا مرستیال، مولوي خان آغا اسد او د ورلډ ویژن د ولایتي دفتر مسؤل، شاکرالله غروال په شتون کې د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې او د شمال زون له ترینرانو سره په همغږۍ او همکارۍ پیل شو، چې ترڅ کې به يې که ملي کتلوي معافیت پروګرام واکسیناتورانو ته د واکسین د اغېزمن تطبیق، د ثبت او راپور ورکولو د طریقو، د سوړ زنځیر (کولډ چین) د ساتنې او له خلکو سره د مسلکي چلند په برخو کې اړینې زدهکړې ورکړل شي.
د دې ټریننګ موخه د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د واکسیناسیون خدماتو د کیفیت ښه والی او د فاریاب ولایت په بېلابېلو سيمو کې د کتلوي معافیت د پوښښ زیاتوالی دی.
