غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
MOPH

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي ـ ولادي برخې، د واکسینومرکزونه، د اوبو رسولو سیستمونه، طبي وسایل او نورې اړینې برخې شامل وې. همداراز، د اکشن‌ ایډ خیریه مؤسسې له لوري ۲۲ د اوبو رسونې سرچینې ترمیم شوې او دوه نور روغتیایي مرکزونه د ورلډ ویژن مؤسسې له لوري بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو پروژو ټولیز لګښت ۲۳ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ ته رسېږي، چې خلکو ته به د باکیفیته روغتیایي خدمتونو او سالم چاپېریال د لاسرسي کچه لوړه او د زرګونو اوسېدونکو لپاره به د خدمتونو د وړاندې کولو بشپړچمتووالی ولري.

د غورعامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس، د یادو پروژو بشپړېدل د روغتیایي خدمتونو د ښه‌والي په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې یو مهم ګام وباله او د اړوندو بنسټونو له همکارۍ یې مننه وکړه.

نوموړي همداراز د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د ساتنې او لا پیاوړتیا په موخه د دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS